World News in Pashto

عبدالفتاح السیسي د دوهم ځل لپاره د مصر د ولسمشرۍ لوړه پرځای کړه

عبدالفتاح السیسي د دوهم ځل لپاره د مصر د ولسمشرۍ د څلور کلنې دورې لپاره لوړه پرځای کړه.


دا مراسم نن شنبه په پارلمان کې داسي مهال ترسره شول چې په قاهره کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي وو.


نوموړی د مارچ د میاشتې په انتخاباتو کې چې کوم جدي سیال یې نه درلود، بیا د مصر د ولسمشر په توګه انتخاب شو.


د نوموړي یوازنی سیال موسی مصطفی موسی و چې ډېر نه و پېژندل شوی او تر وروستیو شېبو چې په سیالیو کې شاملېده، د واکمن رژیم پلوي و. 


سیسي چې یو وخت د مصر د پوځ مشر و، په ۲۰۱۳ میلادي کال د یوې پوځي کودتا په نتیجه کې د هغه هېواد لومړنی منتخب ولسمشر محمد مرسي له واکه لېري کړ.


د سیسي پلویان وایي، هغه تر څو کلونو ناکراریو وروسته مصر ته ثبات او امن راوست، خو منتقدین یې هغه د مخالفینو په ځپلو او د بیان د ازادۍ په محدودولو تورنوي.


عبدالفتاح السیسي لومړی ځل په ۲۰۱۴ کال کې د ولسمشر په توګه ټاکل شوی و.


 

Читайте на сайте