یونیسف: ٣ میليونه او ٧لکه افغان ماشومان ښوونځیو ته نه شي تلاى
د ملګرو ملتو د ماشومانو د ملاتړ اداره يا یونيسف وايي، شا او خوا ٣ میليونه او ٧لکه افغان ماشومان ښوونځیو ته نه شي تلاى.
یونيسف وايي، دغه شمېر افغان ماشومان د جګړو، بېوزلۍ او له نجونو سره د تبعیض له کبله له ښوونځيو محروم شوي دي.
په افغانستان کې د يونيسف د مشارکتونو مسؤل احمدجان نوزادي ازادي راډيو ته وويل:
"ډول- ډول ستونزې دي چې ماشومان ځوروي، تر ټولو عمده يې ناامني، فقر او د ژوند له لومړنيو اړتياوو لکه له روغتيا او زده کړو محرومېدل دي."
د يونيسف ادارې په وینا دا له ۲۰۰۲مېلادي را وروسته اول وار دی چې ښوونځیو ته د تلونکو افغان ماشومانو شمېر کم شوى دى.
د دې ادارې په راپور کې راغلي چې په کندهار، هلمند، ميدان وردګ، پکتيکا، زابل او ارزګان ولايتونو کې څه باندې پنځه اتيا فيصده ماشومان ښوونځيو ته نه ځي.