World News in Pashto

د تاجکستان او قرغزستان سرحدي ساتونکو نښته کړې

د تاجکستان او قرغزستان چارواکي، د دواړو هېوادونو په هغو سرحدي سیمو کې چې تر دعوا لاندې دي، د سرحدي ساتونکو ترمنځ د وسله‌والې شخړې خبر ورکوي.


د قرغزستان د سرحدونو د ساتنې ادارې ویلي چې شخړه نن د لیلیک په سیمه کې چې د هغه هېواد په جنوب کې پرته ده، تر هغه وروسته پیل شوه چې یو شمېر قرغزي سوداګرو په هغه سیمه کې چې تاجکستان دعوا پرې لري، د موادو په خرڅولو پیل وکړ.


تر دې وسله‌والې نښتې وروسته د قرغزستان سرحدي ساتونکو د تاجکستان له لوري درې مسلح سرحدي ساتونکي د لنډې مودې لپاره نیولي وو، خو وروسته‌یې خوشې کړل.


په نښته کې څوک نه‌دي ژوبل شوي.


خو له قرغزستان سره په سرحد کې د تاجکستان د سغد ولایت د والي مرستیال، رستم رحمت‌زاده نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل چې درې تاجک سرحدي ساتونکي د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ د مذاکرو په پایله کې خوشې شوي دي.


چارواکي به نن بیا سره وګوري.


د قزغزستان، تاجکستان او ازبکستان په سرحدي سیمو کې تل د ځمکې پر سر نښتې کېږي.


دا هېوادونه په فرغانه دره کې چې ګڼ مېشته سیمه ده، ګډ سرحد لري.

Читайте на сайте