‘د واڼه پېښې ولس راپارولی دی’
د جنوبي وزیرستان په واڼه کې د اتوار په ورځ د پښتون تحفظ مومنټ پر یوه مخکښ علي وزیر او د هغه پر پلویانو د ځايي وسله والو له ډزو وروسته په سیمه کې د امنیت وضع ترینګلې ده او د پاکستان په بېلا بېلو سیمو کې مظاهرې دوام لري.