World News in Pashto

د نړۍ د ډېر کلني عاید لرونکي ورزشکاران!

ایا په دې پوهېږئ هغه کوم ورزشي لوبغاړي دي چې تر نورو ډېر کلنی عاید لري.


تازه د امریکا د متحده ایالاتو سوداګریزې مجلې فوربېس د ۱۰۰ لوبغاړو د کلني عاید درجه بندي خپره کړې ده.


یادې مجلې امریکایي سوک وهونکي فیره میویتر ۳۷۵ میلیونه ډالرو کلني عاید په لرلو سره د کال تر ټولو غوره لوبغاړی اعلان کړی دی.


د دې مجلې په درجه بندۍ کې د ارجنټاین د فوټبال ستوری لیونل مسي د ۱۴۶ میلیونه امریکايي ډالرو په کلني عاید سره دوهم او د پرتګال د فوټبال ستوري رونالډو د ۱۴۲ میلیونه امریکايي ډالرو په کلني عاید سره درېیم ځای خپل کړی دی.


په دې لېست کې د کرکټ له ډګره د هندوستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبډلمشر۸۳یم ځای خپل کړی چې د کال ۳۱،۵ میلیونه ډالر کلنی عاید لري.

Читайте на сайте