World News in Pashto

څېړنه: د استرالیا ځواکونو په افغانستان کې جنایات کړي

د اسټرالیا سیمه‎ییزې رسنۍ وايي، د دې هېواد یوې پټې حکومتې څېړنې ادعا کړې چې د استرالیا ځانګړو ځواکونو په افغانستان کې جنګي جنایات ترسره کړي. 


د دې څېړنو یو سند چې رسنیو ته په لاس ورغلی، د اسټرالیا ځانګړی هوايي ځواک په افغانستان کې د عملیاتو پرمهال د اجازې پرته او غیرې قانوني زور زیاتي په کارولو تورنوي.


یوې سیمه‎ییزې ورځپاڼې د دې راپور په حواله ویلي دي چې ځیني سرتېرو انساني ژوند او کرامت ته ناپامي کړې او پوځ یې دا اعمال پټ کړي وو.

Читайте на сайте