World News in Pashto

 لوېدیځو هېوادونو د روسیې په اړه د ډونالد ټرمپ وړاندیز رد کړ

 لوېدیځو هېوادونو د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر هغه وړاندیز رد کړ چې وایي، روسیې ته باید په جې ۷ هېوادونو کې د بیا یو ځای کېدو لپاره بلنه ورکړل شي.


د جرمني صدراعظمې انګیلا مرکل ویلي چې دا کار به ترهغه ونشي چې د اوکراین په ختیځ کې د شخړو په هواري کې پرمختګ نه وي شوی.


مېرمن مرکل پرون په کاناډا کې د جې ۷ سرمشریزې په پیل کې وویل، اروپایي ټولنې چې د ۷ سترو صنعتي هېوادونو یا جې ۷ په ډله کې څلور هېوادونه د دوی دي، تر سرمشریزې دمخه موافقه وکړه چې دغه ګروپ ته د روسیې بېرته راتګ به تر هغه ونشي چې د اوکراین د شخړو په هواري کې پرمختګ نه وي شوی.


روسیه څلور کاله دمخه وروسته له هغه له دغې ډلې بېله شوه چې د اوکراین د کریمیا سیمه یې الحاق کړه او د لوېدیځ د ادعا له مخې، د اوکراین په ختیځ کې یې جګړې ته لمن ووهله.


په هغو جګړو کې تر ۱۰ زره او ۳۰۰ ډېر کسان ووژل شول.


د جرمني صدارعظمې وویل، په اروپا کې دا نظر پر ځای دی چې روسیه باید په جې ۷ هېوادونو کې نه وي.


د ایټالیا نوي صدراعظم وروسته پر ټوېټر د مذاکراتو میز ته د روسیې د بېرته راګرځېدو په اړه د ولسمشر ټرمپ غوښتنه تکرار کړه.

Читайте на сайте