World News in Pashto

ایراني چارواکي وايي، د یوې ترورېستي شبکې ۲۷ غړي یې نیولي

ایراني چارواکي وايي، د یوې ترورېستي شبکې ۲۷ غړي یې نیولي دي چې د روژې په میاشت کې یې د بریدونو پلان درلود.


د ایران د استخباراتو وزارت په خپله ویبپاڼه کې په یوې خپرې کړې خبرپاڼې کې ویلي دي چې دې ډلې په تهران او نورو لویو ښارونو کې د ترورېستي عملیاتو طرحه جوړه کړې وه.


په دې خبرپاڼه کې زیاته شوې ده چې ټاکل شوې وه دا بریدونه تېره اوونۍ د القدر او بیت المقدس د ورځو په مناسبت ترسره شوي وای.


دا ورځې هر کال په ایران کې لمانځل کېږي چې پکې له فلسطینانو سره یووالی او له اسرائیلو سره مخالفت ښودل کېږي.


 


د ایران د استخبارتو وزارت همدارنګه زیاته کړې چې له وسلوالو څخه یې یوه زیاته اندازه وسلې او مهمات هم نیولي دي.


 


دا اعلان یوه ورځ وروسته له هغې کیږي چې د ایران سپاه پاسداران وویل، دوی د ترهګرو ډلو هغه درې هڅې شنډې کړې چې غوښتل یې له ګاونډي عراق څخه دې هیواد ته نفوذ وکړي او ۱۳ بریدګر یې وژلي دي.

Читайте на сайте