World News in Pashto

سبا پنجشنبه د فوټبال د ۲۰۱۸ میلادي کال د نړیوال جام سیالۍ پیلېږي

ټاکل شوې چې د فوټبال د ۲۰۱۸ میلادي کال د نړیوال جام سیالۍ سبا پنجشنبه د جون د میاشتې په ۱۴ مه پیل شي.


په لومړنۍ لوبه کې کوربه هطواد روسیه د سعودي عربستان په وړاندې د سیالۍ ډګر ته وځي.


دا لوبه د مسکو پر وخت مازیګر پنځه بجې پیلېږي.


د فوټبال د نړیوال جام په دې سیالیو کې ۳۲ ټیمونه په اتو ډلو کې له یو بل سره سیالي کوي.


دا لوبې به د جولای د میاشتې تر ۱۵مې پورې دوام وکړي.


 

Читайте на сайте