ټرمپ: پیونګ یانګ نور د نړۍ لپاره اټمي ګواښ نه دی
د امریکا ولسمشر اعلان وکړ چې پیونګ یانګ نور د نړۍ لپاره اټمي ګواښ نه دی.
ډونالد ټرمپ چې نن له سنګاپور څخه امریکا ته ورسېد، پر ټویټر لیکلي: «هرڅوک اوس ترهغه وخت چې زه واک ته رسېدلی وم، ډېر ځان خوندي ګڼلی شي.»
ولسمشر ټرمپ ویلي د شمالي کوریا له مشر کیم جونګ اون سره یې لیدنه یوه جالبه او مثبته تجربه وه.
ټرمپ او کیم په دې لیدنه کې یو ګډ سند لاسلیک کړ چې پکي د شمالي کوریا مشر ژمنه کړې چې له اټمي وسلې څخه د کوریا ټاپووزمې د بشپړ پاکولو لپاره به کار کوي.
خو د دې کار د عملي کولو لپاره کوم مهال ویش او هم د پیونګ یانګ له لوري داسي قاطع ژمنه نه ده شوې چې خپلې اټمي وسلې به له منځه وړي.