World News in Pashto

دفاع وزارت د ملا فضل الله د وژل کېدو په اړه څېړنه کوي

د افغانستان دفاع وزارت وايي په کونړ کې د پاکستاني طالبانو د يوه مشر د وژل کېدو په اړه څېړنې کوي.


 


د امريکا متحدو ايالتونو دفاع وزارت وايي، د تحريک طالبان پاکستان مشر ملا فضل الله د دوى د بې پېلوټه الوتکې په حمله کې وژل شوى دى.


 


د امريکا پوځي چارواکو پرون ناوخته رسنيو ته وويل، فضل الله د چهارشنبې په ورځ په کونړ کې ويشتل شوى دى.


 


د افغانستان د دفاع وزارت وياند بريدجنرال محمد رادمنش ازادۍ راډيو ته وويل، د دغه خبر په اړه دوى څېړنې کوي:


 


”زياتې اوازې شته، چې دى وژل شوى دى، خو پرېږدئ چې په دې برخه کې پيل شوې څېړنې بشپړې شي، چې ايا دى وژل شوى که څنګه.“


 


ځينو امريکايي چارواکو د نوم نه ښوولو په شرط رويټرز خبري اژانس، امريکا ږغ او د فرانسې خبري اژانس ته وويل، چې د ملا فضل اله د د وضعيت په اړه نور معلومات نه لري.

Читайте на сайте