World News in Pashto

دفاع وزارت تاييد کړه چې ملا فضل الله په کونړ کې وژل شوى

د افغانستان دفاع وزارت تاييد کړه چې د پاکستاني طالبانو مشر په کونړ کې وژل شوى دى.


 


د دغه وزارت وياند بريدجنرال محمد رادمنش ازادۍ راډيو ته وويل، پر ملا فضل الله بې پېلوټه الوتکو د چهارشنبې ناوخته حمله کړې ده:


 


”د اوس لپاره دغه تاييد کېداى شي چې د پاکستاني طالبانو مشر ملا فضل اله او ملګري يې د بې پېلوټه الوتکو په حمله کې وژل شوي دي.“


 


تر دې مخکې د امريکا متحدو ايالتونو دفاع وزارت هم د تحريک طالبان پاکستان د مشر ملا فضل الله د احتمالي وژل کېدو خبر ورکړى و.


 


امريکا په مارچ مياشت کې د ملا فضل الله په اړه د معلوماتو ورکولو په بدل کې د ٥ مليونه امريکايي ډالرو انعام اعلان کړى و.

Читайте на сайте