World News in Pashto

ايران د تېلو د تولید په اړه د روسيې او عربستان پلان رد کړ 

ايران د روسيې او سعودي عربستان هغه پلان رد کړ چې د تېلو د توليد د زياتولو په اړه دى.


په پام کې ده دا پرېکړه روانه اوونۍ د دغه سازمان په غونډه کې د تېلو د بيو د لوړېدو له کبله د مصرفوونکو د شکايتونو په ځواب کې وشي.


د ايران د تېلو وزير بيژن زنګنه پرون ويانا ته رسېدو سره سم وويل:


"فکر نه کوم چې په دې غونډه کې به کومې موافقې ته ورسېږو."


د اوپيک يا د تېلو د لويو توليدوونکو هېوادونو مرکزي دفتر په ويانا کې دى.


مسکو او رياض پېشنهاد کړى چې په ورځ کې د يو میليون او اته لکه بېرله تېلو توليد له کمولو به شاته کېږي.


خو دا هغه اندازه ده چې په ٢٠١٦مېلادي کال کې اوپيک او د تېلو نورو لويو توليدوونکو ورباندې سلا کړې وه.


که څه هم دغه سازمان په نړۍ کې د بيو لوړېدو په خاطر د تېلو د توليد د کمولو پرېکړه کړې، خو اوس د تېلو د بيې د جګېدو له کبله انتقادونه شوي دي.


د امريکا متحدو ايالتونو، چين او د تېلو نورو لويو مصرفوونکو هېوادونو د تېلو د بيو د ټيټېدو غوښتنه کړې ده.

Читайте на сайте