وطندوست: افغان سرتيرو او طالبانو د سولې لپاره سوالونه راته کول
د ۲۰۱۸م کال د مې پر ۱۳مه نېټه د افغانستان د هلمند ولايت له مرکز لښکرګا څخه اتو ځوانانو په هېواد کې د سولې راوستو په خاطر پر پښو سفر پېل کړ چې د څه باندې ۷۰۰ کلوميټره واټن په وهلو سره د جون پر ۱۷مه سرښار کابل ته ورسېدل.