World News in Pashto

امريکا: يو ٣٨ کلن سړى د پنځو کسانو په وژنه تورن شو

يو ٣٨ کلن سړى، چې د امريکا په مريلنډ کې د پنځو کسانو په وژنه او د څو نورو د ټپي کولو تور پرې لګېدلى و، د وژنو په پنځو مواردو تورن شو.


 


په پام کې ده نن ناوخته د جارود راموس (Jarrod Ramos) د ضمانت په تړاو محاکمه دايره شي.


 


سپينې ماڼۍ د امريکا په مريلنډ ايالت کې د ”کاپيټل ګزيت“ ورځپاڼې پر دفتر وسلواله حمله وغندله.


 


په پرونۍ پېښه کې، چې ګومان کېږي د امريکا متحدو ايالتونو په تاريخ کې پر ژورناليستانو تر ټولو خونړۍ حمله وي، پنځه کسان وژل شوي او ګڼ نور سخت ټپيان شوي دي.


 


د مريلنډ د اني ارون-ديل سيمې د پوليسو سرپرست مشر بېل کرامف پرون تر هغې پېښې وروسته وويل: 


 


”کاپيټل ورځپاڼه زموږ محلي ورځپاڼه ده، چې هره ورځ ورسره سر و کار لرو. موږ د دې قضيې په څېړنه کې په ژور ډول ښکېل يو او په دې اړه به تحقيقات سم مخته وړو.“


 


د سپينې ماڼۍ وياندې سارا سانديرز په ټويټر کې ليکلي، پر هغو بېګناه خبريالانو چې خپله دنده ترسره کوي، حمله، په حقيقت کې پر هر امريکايي حمله ده.


 

Читайте на сайте