World News in Pashto

د ننګرهار په خوګياڼو ولسوالۍ کې له ۳ ملازمانو سرونه غوڅ شوي

د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، وسله والو کسانو تېره شپه د ننګرهار د خوګياڼو ولسوالۍ د ملکيار لېسې د درېيو ملازمانو سرونه غوڅ کړي دي.


د دغه وزارت د نشراتو رئيس کبير حمقل نن يکشنبه ازادي راډيو ته وويل:


نوموړي وویل:


"نامعلومو وسله والو زموږ د ملازمانو سرونه پرې کړي، د ښوونځي ادارې، تعليمي توکو او کتابونو ته اور اچول شوى، د پوهنې رياست چارواکي او د خوګياڼو ولسوالۍ د پوهنې مديريت له امنيتي مسؤلانو سره د دې قضيې په اړه کار کوي."


د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، د دې پېښې په اړه تحقيقات پيل شوي دي.


په یوه بل خبر کې ويل شوي چې په پروان کې له نن سهاره د څو ښوونځيو په لسګونو زده کوونکي د سيند اوبو د څښلو له کبله مسموم شوي دي.


دغه وزارت ويلي چې تر اوسه تر ٣٠٠ زيات زده کوونکي روغتيايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.


 

Читайте на сайте