پاکستان د رجسټر افغان کډوالو د اوسېدو موده وغځوله
په هغه هېواد کې د رجسټر کډوالو د اوسېدو موده د ۲۰۱۷ز کال د ډېسېمبر پر ۳۱مه پوره شوې چې له هغه وخت راهیسې اسلام اباد دوه ځلې تر درو میاشتو پورې وغځوله. نګران حکومت دا موده د سېپټېمبر تر ۳۰مې پورې غځولې ده.