World News in Pashto

د سړک جوړونې د څلورو پروژو تړونونه لاسلیک شول

د افغانستان د فواید عامې وزارت او خصوصي شرکتونو ترمنځ د ۴۲ میلیونو افغانیو په ارزښت د سړک جوړونې د څلورو پروژو تړونونه لاسلیک شول.


د دغه وزارت ویاند مهدي روحاني نن سې شنبه ازادي راډيو ته وویل، دغه پروژې په ننګرهار، غزني او غور ولایتونو کې پلي کېږي.


ښاغلی روحاني زیاتوي، د دغو پروژو په پلي کېدو سره به لېرې پرتې ولسوالۍ د ولایتونو له مرکزونو سره وصل کړي او باغ لرونکي او بزګران به وکولای شي چې خپل کرنیز محصولات په خپل وخت او په کم مصرف بازارونو ته ورسوي.

Читайте на сайте