World News in Pashto

په بېلابېلو حملو کې ۸پاکستاني امنیتي ساتونکي وژل شوي

پاکستاني چارواکي وايي چې په بلوچستان او شمالي وزیرستان کې دوو جلا حملو کې شپږ ملېشه او دوه پولیس وژل شوي دي.


د بلوچستان د حکومت یوه چارواکي، اصیل خان ازادي راډیو ته وویل چې وسله والو کسانو پرون د ملېشه قواوو پر یوه کاروان حمله وکړه او شپږ ملېشه یې ووژل.


د حملې مسئولیت چا نه دی اخیستی.


دوهمه حمله په شمالي وزیرستان کې شوې چې دوه پولیس په کې وژل شوي دي.


په سیمه کې یوه حکومتي مامور ازادي راډیو ته وویل چې په حمله کې یو پولیس او یو ملکی مامور زخمیان شوي دي.


 

Читайте на сайте