World News in Pashto

په زابل کې ماین چاودنې درې ملکیان وژلي

د کندهار – زابل پر لویه لاره ماین چاودنې درې ملکي وګړي وژلي.


د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال وايي، تېره شپه ۱۱ بجې د کندهار- زابل پر لویه لاره د جلدک په سيمه کې د ملکي وګړو سراچه موټر پر ماین وربرابر شوی او درې ملکي وګړي پکې وژل شوي.


هغه وايي، ماین د طالب وسله والو له لورې ځای پر ځای شوی و، خو خپله طالب وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.


-- 

Читайте на сайте