World News in Pashto

پولسو په لښکرګاه کې د الکهولي مشروباتو کارخانه ویجاړه کړې

د هلمند ولایت پولیسو په لښکرګاه ښار کې د الکهولي مشروباتو یوه کارخانه ویجاړه کړه.


د هلمند ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې مدیر محمدولي غوثي رسنیو ته وویل چې له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو د لښکرګاه ښار د نهمې حوزې په اړونده سیمه کې د الکهولي مشروباتو یوه کارخانه له منځه يووړه.


د دې عملیاتو په ترڅ کې پولیسو د الکهولي مشروباتو د تولید په تور یو تن له ۱۴۲ لېټره شرابو سره نیولی دی.

Читайте на сайте