World News in Pashto

کرکټ بورډ نن په کابل کې له تېزو بالرانو نه ازموینه اخلي

د افغانستان کرکټ بورډ نن په کابل کې له تېزو بالرانو ازموینه اخلي.


د کرکټ بورډ مطبوعاتي مسوول فريد هوتک ازادي راډيو ته وويل چې دغې ازموینې ته د ګډون په هدف په لسګونو ځوانان راغلي دي.


نوموړي وویل چې له دغې ازموینې نه به ښه فسټ بالران یا تېز توپ اچونکي غوره او د کرکټ بورډ له خوا ورته بېلابېل روزنیز پروګرامونه جوړ شي.


د افغانستان کرکټ بورډ تر دې وړاندې دغه پروګرام په یوشمېر نورو زونونو کې هم پلي کړی دی.

Читайте на сайте