World News in Pashto

ترکیې تر ۱۸ زره زیات ملکي مامورین ګوښه کړل

ترکیې په یوه فرمان کې تر ۱۸ زره زیات ملکي مامورین ګوښه کړل.


دا کسان چې نیمايي یې پولیس دي، له هغو ډلو سره د اړيکو په شک لېرې شوي چې د ترکیې د حکومت په وینا د ملي امنیت پر ضد کار کوي.


د دې فرمان پر اساس، چې نن یکشنبه صادر شو، په ترکیه کې ۱۲ ټولنې او همدا راز ۳ ورځپاڼې او یو ټلوېزیوني چاینل بند شول.


د ترکیې حکومت دا اقدام مخکې تردې وکړ چې روانه میاشت په دغه هېواد کې دوه کلن اضطراري حالت پای ته ورسېږي.


په ترکیه کې د ۲۰۱۶ میلادي کال د جولای د کودتا له هڅې را وروسته اضطراري حالت نافذ دی.


 

Читайте на сайте