خوست کې د ځانګړو ځواکونو عملیاتو کې د یوې کورنۍ پینځه غړي وژل شوي
خلکو د وژل شویو جسدونه د ولسوالۍ مخې ته وروړي ول او د خوست او ځاځي میدان تر منځ لاره یې تړلې وه خو د دوی په قناعت ورکولو یې مړي خاورو ته وسپارل او احتجاج یې پای ته ورساوه.