World News in Pashto

په ترکیه کې د اورګاډي د ټکر په پېښه کې ۲۴ کسان وژل شوي

په ترکیه کې د اورګاډي د ټکر په پېښه کې لږ تر لږه ۲۴ کسان وژل شوي او ۷۰ نور ټپیان دي.


پېښه پرون یکشنبه رامنځته شوې ده.


د ترکیې چارواکو ویلي، هغه اورګاډی چې ۳۶۰ مسافر پکې سپاره وو، د دې هېواد په شمال لوېدیځ تیکرداګ ولایت کې ناڅاپه له پټلۍ ووت.


د تیکرداګ والي محمد چیلان د ان ټي وي ټلویزوني چېنل ته ویلي چې پېښه د هوا د خرابوالي له کبله پېښه شوې ده. 

Читайте на сайте