World News in Pashto

غزني کې احتمالي کانديد عبیدالله سعادت وژل شوى

د غزني ولایت چارواکي وايي، د ولایتي شورا پخوانى غړى او د ولسي جرګې انتخاباتو ته احتمالي کانديد عبیدالله سعادت وژل شوى دى.


د غزني د امنیې قوماندانۍ نن په يوه اعلاميه کې ويلي چې نامعلومو وسله والو عبيدالله سعادت تېره شپه په غزني ښار کې د بې غږه وسلې په مرسته وژلى دى.


په خبرپاڼه کې راغلي چې حمله کوونکى د پوليسو په ځوابي ډزو کې وژل شوى دى.


د حمله کوونکي د هويت په اړه څه نه دي ويل شوي دي.


 


 


 

Читайте на сайте