World News in Pashto

امریکا کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې ۱۱تنه وژل شوي

د امریکا په مېزوري ایالت کې په یو جهیل کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې ۱۱ کسان وژل شوي دي.


د میزوري ایالت د سټون سیمې د پولیسو مشر ډاوګ راجر وايي، دا کښتۍ چې سیلانیان په‎کې سپاره وو، پرون پنجشنبه د ټېبل راک سیمه کې ډوبه شوه.


د نوموړي په وینا پنځه تنه لا هم نادرکه دي.


 پولیسو ویلي، داسې ښکاري چې توپاني هوا د دې کښتۍ د ډوبېدو سبب شوې ده.


 

Читайте на сайте