World News in Pashto

د روسیې په داغستان کې دوه پولیس وژل شوي

د روسیې په ناکراره سیمه داغستان کې دوه پولیس ووژل شول.


د داغستان جمهوریت د پولیسو یوه ویاند پرون وویل چې پر پولیسو د ګزمې په وخت کې وسله واله حمله شوې وه. 


د داغستان خلک اکثر مسلمانان دي او له چیچنیا سره ګډه پوله لري. 


د روسیې دې جمهوریت له ۱۹۹۱ میلادي کال راهیسې چې شوروي اتحاد ړنګ شو، د بېلتون غوښتونکو پر ضد مبارزه پېل کړې او پر امنیتي ځواکونو يې تل خونړۍ وسله والې حملې کېږي.

Читайте на сайте