World News in Pashto

د فوټبال افغان لوبډلې خپله لومړۍ لوبه پر تاجکستان وبایلله

د افغانستان له پنځلس کلنو د کم عمره ځوانانو د فوټبال ملي لوبډلې د منځنۍ اسیا د هېوادونو د فوټبال په سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه پر تاجکستان لوبډلې وبایلله.


دغه لوبه چې تېره شپه د ازبکستان په مرکز تاشکند کې وشوه، درې د صفر په وړاندې د تاجکستان په بریا پای ته ورسېده.


د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویاند سید عالي کاظمي نن ازادي راډيو ته وویل چې سبا شپه به د دغه سیالیو په لړ کې افغان لوبډله د قرغزستان د فوټبال لوبډلې په وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.


دغه سیالۍ تېره ورځ پیل شوي او ټاکل شوې چې د روانې جولای میاشتې په ۳۱ مه پای ته ورسېږي.


د افغانستان د فوټبال له ۱۵کلونو څخه د کم عمره ځوانانو لوبډلې تېرکال د دغه سیالیو اتلولي ترلاسه کړې وه.


د مسؤلینو په وینا افغان لوبغاړي هڅه کوي چې سږ کال هم د دغه سیالیو اتلولي خپله کړي.


د یادولو وړده چې څو ورځې مخکې د افغانستان د ۱۶ کلنو لوبډلې په همدې معيار سيالیو کې دوهم مقام خپل کړی و.

Читайте на сайте