World News in Pashto

ایران: که واشنګټن د تېلو د صادراتو مخه ونیسي ورته عمل به وکړو

ایران وايي، که واشنګټن د دغه هېواد د تېلو د صادراتو مخه ونیسي تهران به ورته عمل وکړي.


د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند بهرام قاسمي وايي، که امریکا په دې برخه کې جدي ګام پورته کړي د ده په خبره له شک پرته د ایران له غبرګون او باالمثل عمل سره مخ کېږي.


امریکا یو شمېر هېوادونو ته ویلي چې د نومبر له میاشتې دې له ایرانه د تېلو اخیستل بند کړي که نه له سختو عواقبو سره به مخ شي.


دا ګواښ وروسته له هغه شوی چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ تېره مې میاشت له ایران سره د نړۍ د اټمي قدرتونو له اټمي موافقې د امریکا وتل اعلان کړل او پر ایران یې بندیزونه ولګول.


د ایران مشر ایت الله علي خامنه یي د ایران د ولسمشر حسن روحاني له دې وړاندیزه چې ښايي د فارس خلیج د تېلو د صادراتو مخه ونیسي ملاتړ کړی دی.

Читайте на сайте