World News in Pashto

د امریکا پوځ  په چهاردره  کې د ملکي وګړو د وژل کېدو ادعاوې څېړي

 


د کندز په چهاردره ولسوالۍ کې د جولاي په نولسمه نېټه بمبارد وشو او سیمېزو چارواکو ادعا وکړه چې د ښځو اوکوچنیانو په ګډون ، څوارلس ملکي وګړي په کې وژل شوي دي.


په افغانستان کې د امریکا دپوځ ویاند، مارتین اودونېل ویلي چې په چهادره ولسوالۍ کې افغان  امنیتي ځواکونو تر پېښې وروسته تحقیق وکړ خو څرګنده نه شوه چې ملکي وګړي وژل شوي دي.


خو د امریکا پوځ پرون چهارشنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دوي به له خپله لوري هم څېړنه وکړي.  

Читайте на сайте