World News in Pashto

د پاکستان انتخابات: ښايي د تحريک انصاف ګوند دا انتخابات وګټي

د پاکستان د پنجشنبې د ورځې د انتخاباتو لومړي نتايج ښيي چې ښايي د تحريک انصاف پاکستان ګوند مشر عمران خان دا انتخابات وګټي.


دا په‎داسې حال کې ده چې په دغو انتخاباتو کې د پراخو درغلیو ادعاوې شوې دي.


تر اوسه نيمايي رأیې شمېرل شوي او د عمران خان ګوند مخکښ دی.


د پخواني صدراعظم نواز شريف ګوند مسلم ليګ (ن) او یو شمېر نورو ګوندونو سر له اوسه د دغو انتخاباتو نتايج رد کړي او د پراخو درغلیو او لاس‎وهنو ادعا یې کړې ده.


د پاکستان د انتخاباتي کمېسیون يوه چارواکي بابر يعقوب وويل چې انتخابات ۱۰۰ فیصده شفاف او عادلانه وو، خو ده په‎دې اړه څه ونه‌ويل چې د رأیو اخري نتایج به څه وخت اعلان شي.


تحریک انصاف پاکستان ګوند تر اوسه د ولسي جرګې يا ملي اسامبلۍ ۲۷۲ څوکيو څخه ۱۱۳ ګټلي.


مسلم لیګ (ن) ګوند چې د بندي شوي پخواني صدراعظم نواز شريف د ورور شهباز شریف په مشرۍ پر مخ ځي، تر اوسه ۶۴ څوکۍ ګټلې دي او د بلاول بوټو په مشرۍ پيپلز ګوند ۲۹ څوکۍ ګټلي.


۱۰۶ میليونه پاکستانيان د رأی ورکولو لپاره واجد شرايط وو.


په ملي اسامبلۍ کې ۶۰ څوکۍ د ښځو لپاره او ۱۰ د غير مسلمان اقليتونو لپاره ځانګړې شوې دي.

Читайте на сайте