World News in Pashto

ارګ: قانون ته په درناوي د ائتلافونو د وړاندیزونو هرکلی کوو

د ولسمشر دفتر وايي، افغان حکومت د قانون او خلکو غوښتنې ته په درناوي د سياسي ګوندونو، ايتلافونو او مدني فعالانو د وړانديزونو هرکلی کوي.


دا وروسته له هغه چې په کابل کې د ستر ملي ائتلاف په نوم نن یو ايتلاف اعلان شو.


د جمعيت اسلامي ګوند اجرائيه رئيس عطا محمد نور د ياد ائتلاف په غونډه کې وويل چې ائتلاف به یې د نورو سياسي جريانونو او پخواني ولسمشر حامد کرزي له ټيم سره تر بحثونو وروسته د راتلونکي ولسمشريزو انتخاباتو لپاره په کمپاين کې ګډون وکړي.


په راتلونکو څو ورځو کې به د ټولنې ممتاز قشر او کارپوهان راټولېږي او اساسي اهداف اعلانوي، وروسته به د دغه ائتلاف استازي بحثونه کوي.


د ولسمشر لومړی مرستيال، د اجرائيه ریاست دوهم مرستيال، د بلخ پخوانی والي او د جبهه ملي نوين ګوند مشر د دغه ائتلاف له مهمو غړیو څخه دي.


 

Читайте на сайте