World News in Pashto

په کابل کې د لوی ملي ائتلاف په نوم نن یو ائتلاف اعلان شو

په کابل کې د لوی ملي ائتلاف په نوم نن یو ائتلاف اعلان شو.


د جمعيت اسلامي ګوند اجرائيه رئيس عطا محمد نور د ياد ائتلاف په غونډه کې وويل چې ائتلاف به‌یې د نورو سياسي جريانونو او پخواني ولسمشر حامد کرزي له ټيم سره تر بحثونو وروسته د راتلونکي ولسمشريزو انتخاباتو لپاره په کمپاين کې ګډون وکړي.


ښاغلي نور زیاته کړه:


"په راتلونکو څو ورځو کې به د ټولنې ممتاز قشر او کارپوهان راټولېږي او اساسي اهداف اعلانوي، وروسته به د دغه ائتلاف استازي بحثونه کوي."


د ولسمشر لومړی مرستيال، د اجرائيه ریاست دوهم مرستيال، د بلخ پخوانی والي او د جبهې ملي نوين ګوند مشر د دغه ائتلاف له مهمو غړو څخه دي.

Читайте на сайте