World News in Pashto

ویل کېږي سپوږمۍ به د یو ساعت او ۴۳ دقیقو لپاره ترنځه ونیسي

د پېړۍ تر ټولو اوږده سپوږمۍ نیونه یا خسوف به سبا شپه په ختیځي اروپا، منځني ختیځ او منځنۍ آسیا کې په واضح ډول د لیدلو وړ وي.


ویل کېږي سپوږمۍ به د یو ساعت او ۴۳ دقیقو لپاره ترنځه ونیسي. 


په کابل کې به خسوف یا سپوږمۍ نیونه د شپې ۱۲:۵۱ دقیقې ولیدل شي.


کابل له هغو ښارونو دی چې په واضح ډول او د ډېر وخت لپاره به خسوف پکي ولیدل شي.


خسوف هغه مهال کېږي چې لمر، سپوږمۍ او ځمکه په یوه مدار کې واقع شي او له دې کبله چې د ځمکي سیوری پر سپوږمۍ لوېږي نو سپوږمۍ تکه سره ښکاري. 

Читайте на сайте