''د اتم اګست ناورین نه هېرېدونکې پېښه ده''
د بلوچستان وکیلانو نن د۲۰۱۶ ز کال د اتم اګست ناورین پرضد د کوټې په ګډون د صوبې له ټولو عدالتو بایکاټ کړی وو. دوه کاله وړاندې د اګست پر ۸مه نېټه د کوټې په لوی ولسي روغتون کې یوه ځانمرګي بریدګر د ۵۷ وکیلانو په ګډون دوه خبریالان او یوشمېر ولسي وګړي وژلي ول.