World News in Pashto

د ناټو د دریو عسکرو جنازې چک جمهوریت ته ورسېدې

په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت د دریو عسکرو جنازې چک جمهوریت ته ورسېدې.


 


دا عسکر چې په خټه د چک جمهوریت ول. هغوي د تېرې یک شنبې په ورځ په پروان کې په یوه انتحاري حمله کې ووژل شول.


د حملې مسئولیت وسله والو طالبانو واخیست.


د چک جمهوریت پر دولتي ودانیو پرون پرون چهارشنبه  د هغه هېواد بیرغ نیم ځوړند و او د وژل شوو عسکرو تابوتونه په ځانګړي پوځي پرېد بدرګه شول.


د چک جمهوریت دفاع وزیر پرون پردې پېښه خواشیني څرګنده کړه او ویې ویل چې په پوځي خدمت کې د داسې غمیزو مخنیوی نه شي کېدلائ. 

Читайте на сайте