World News in Pashto

پاکستان او روسيه د پوځي همکاریو پر زیاتوالي سلا شوي

پاکستان او روسيه د پوځي همکاریو پر زیاتوالي سلا شوي چې له مخې يې پاکستاني سرتېري په روسیه کې روزل کېږي.


د دواړو هېوادونو دفاع وزارتونو دا موضوع اعلان کړې ده. 


دا موافقه اسلام اباد ته د روسیې د دفاع وزیر د مرستیال الکساندر فومېن د دوه ورځني سفر پر مهال شوې ده.


پر دې موافقه پرون په مسکو کې د روسيې او پاکستان د عالي رتبه پوځي چارواکو ترمنځ بحث وشو. 


د روسيې دفاع وزارت وايي، د موافقې عمده برخه پر دې تمرکز کوي چې د پاکستان پوځيان د روسيې په پوځي ښوونځيو او د پوځي-لوړو زده کړو په ادارو کې پوځي روزنه ترلاسه کړي. 


دا موافقه په داسې حال کې کېږي چې د پاکستان او د هغه د دوديزې متحدې امريکا ترمنځ په وروستيو کې ترينګلتيا راغلې ده. 


د امريکا متحدو ايالتونو په وروستيو کې له پاکستان سره خپلې پوځي مرستې ځنډولي او پر اسلام اباد يې تور پورې کړى چې د افراطي وسله والو په وړاندې په مبارزه کې يې کافي اقدامات نه دي کړي.


 

Читайте на сайте