World News in Pashto

مدودف: پر روسي بانکونو بندیزونه د اقتصادي جګړې اعلان بولم

د روسيې صدراعظم ډمیټري مدودف وايي، که امریکا پر روسي بانکونو بندیزونه ولګوي نو مسکو به دا ګام د اقتصادي جګړې ښکاره اعلان وبولي.


ډمیټري مدودف نن جمعه وویل، روسیه به په اقتصادي او سیاسي ګامونو او که اړتیا پیدا شوه له نورو لارو د امریکا بندیزونو ته ځواب ورکړي.


د نوموړي په خبره امریکايي دوستان مو باید په دې خبره پوه وي.


دا چې روسیه به د امریکا د بندیزونو د ځوابولو لپاره له نورو کومو لارو استفاده وکړي، د روسيې صدراعظم وویل، دی نه غواړي په دې اړه جزئیات ورکړي.


امریکا پر روسيې نوي بندیزونه اعلان کړي دي او د کانګرس غړو د روسيې پر یو شمېر دولتي بانکونو او د هغوی له خوا د ډالر پر کارولو بندیزونه پیشنهاد کړي دي.


 

Читайте на сайте