World News in Pashto

د سولې ولسي حرکت له کابله بلخ ته پخښې ابلې سفر پیل کړ

د سولې ولسي حرکت نن له کابله د بلخ ولایت په لور پخښې ابلې سفر پیل کړ.


د دې حرکت ویاند بسم الله وطندوست ازادي راډیو ته وویل، دوی به په دې سفر له مختلفو قومونو وغواړي چې په افغانستان کې د سولې لپاره کار وکړي.


ښاغلي وطندوست وویل، له دوی سره شل کسان په دې سفر کې ملګري دي.


دا ولسي حرکت له هلمنده څخه خوځیدلی و او له ۳۸ ورځو مزل وروسته کابل ته ورسېدل.


د سولې ولسي حرکت په کابل کې د امریکا، پاکستان، ایران، روسيې سفارتونو او د ملګرو ملتونو د دفتر مخته پرلتونه او اعتراضونه وکړل.


 

Читайте на сайте