World News in Pashto

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یمن کې د بمبارۍ په اړه څېړنې کوي

د رپوټونو په حواله، د اګست په نهمه نېټه د یمن په شمال کې پر یوه مارکېټ د سعودي عربستان په مشرۍ د ائتلافي قواوو په هوايي حمله کې نه ویشت ماشومان وژل شوي دي.


د یمن په شمالي ولایت، صعده کې په دې بمبارد کې د ښوونځي د زده کونکو یو موټر وویشتل شو چې ګڼ شمېر کسان په کې ووژل اوزخمیان شول.


په ملګروملتونوکې د بریتانیې استازې او د امنیت شورا مشرې، کارن پیرس پرون جمعه  د دې حملې په اړه وویل:


" دامنیت شورا غړوپه یمن کې د دې او نورو حملو په اړه چې په وروستیو کې شوې، شدیده اندېښنه څرګنده کړه اود شفافو اومعتبرو څېړنو غوښتنه يې وکړه. "


په یمن کې شیعه حوثي وسله والو د حملې پړه د سعودي عربستان په مشرۍ پر ائتلافي قواوو ور اچولې ده.


د سعودي عربستان رسمي خبري اژانس ، تر دې مخکې د یوه چارواکي په حواله چې نوم يې نه دی اخیستل شوی، وویل چې د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف تعهد کړی چې په یمن کې په عملیاتوکې د"تېروتنو اوله نړیوالو قوانینو د سرغړونو" د ادعاګانو په اړه څېړنې وکړي او سرغړونکو ته سزا ورکړي.

Читайте на сайте