World News in Pashto

چارواکي: د لوګر په ازره کې د طالبانو حملې شنډې شوي

د لوګر ولایت امنیه قومانداني وايي، په ازرې ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو حملې یې شنډې کړې دي.


د لوګر ولایت امنیه قومانداني په یوه خبرپاڼه کې وايي چې وسله والو طالبانو پرون شپه پر ازرې ولسوالۍ حملې پیل کړې، خو د امنیتي دفاعي ځواکونو له ځوابي حملو سره مخ شول.


په خبرپانه کې راغلي چې په دې جګړه کې د وسله والو طالبانو شپږ تنه جنګیالي وژل شوي او درې نور یې ټپیان دي.


وسله والو طالبانو بیا په دې اړه څه نه دي ویلي.


 

Читайте на сайте