له جرمني ۴۶ ایستل شوي افغانان نن کابل ته ورسېدل
په کابل کې د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر چارواکي وايي، ۴۶ افغانان چې د جرمني حکومت یې د پناه غوښتن لیکونه رد کړي، نن «چهارشنبه د زمري۲۴» کابل ته ورسېدل.
د جرمني د خبري اژانس په حواله، د ۲۰۱۶ مېلادي کال د ډېسمېبر له میاشت راهیسې، په جرمني کې د ردشوو پناه غوښتونکو ۱۵ پروازونه کابل ته رسېدلي دی.
د جرمني حکومت په دې موده کې ۳۵۰ افغان پناه غوښتونکي افغانستان ته ستانه کړي دي.