World News in Pashto

نوري: د غزني په بازار کې دکانونه خال – خال پرانیستل شوي

خبریالان وايي چې نن سهار د غزني په بازار کې دوکانونه خال – خال پرانیستل شوي خلک هم په تګ راتګ کې لیدل کېږي. 


وسله والو طالبانو د جمعې په شپه پر غزني ښار درنه حمله وکړه چې څو ورځې یې دوام وکړ.


د غزني د والي ویاند، عارف نوري نن چهارشنبه  اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته ویلي چې په ښار کې ژوند د عادي کېدو په حال کې دی.


د نوري په وینا، د غزني پر ښار په حمله کې ۳۵ملکي وګړي وژل شوي دي. 


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د هماهنګۍ اداره وايي چې د غزني پرښار په حمله کې ښايي د ۱۱۰ او ۱۵۰ ترمنځ ملکي وګړي وژل شوي او زخمیان شوي وي خو دقیقه شمېره به وروسته څرګنده شي. 

Читайте на сайте