طالبانو سره صلیب ته ورکړی امنیتي ضمانت ختم اعلان کړ
وسله والو طالبانو نن چهارشنبه په افغانستان کې د سره صلیب د نړیوال سازمان مامورینو ته د ورکړي امنیتي ضمانت ختم اعلان کړ.
وسله والو طالبانو ادعا کړې چې سل ګونه پلویان یې په کابل کې بندیان دي خو د سره صلیب نړیوال سازمان په صحي یا حقوقي چاروکې مرسته نه ده ورسره کړې.
د کابل په پلچرخي زندان کې له څو ورځو راهیسې سل ګونه بندیانو غذايي اعتصاب کړی دی.
د سره صلیب د نړیوال سازمان ۷ کارکونکي تېر کال د افغانستان په مختلفو سیمو کې په حملو کې وژل شوي دي.
سره صلیب تر دامهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.