World News in Pashto

د افغانستان او فلسطین د فوټبال لوبډلې نن ماښام سیالي کوي

ټاکل شوې چې د افغانستان او فلسطین د فوټبال ملي لوبډلې نن ماښام په کابل کې د سیالۍ ډګر ته ووځي.


دا د دواړو لوبډلو ترمینځ یوه دوستانه سیالي ده چې د هېواد د خپلواکۍ د ۹۹ مې کلیزې په مناسبت ترسره کېږي.


د فلسطین د فوټبال د ملي لوبډلې غړي د جمعې په ورځ کابل ته ورسیدل. دا لوبډله د افغانستان د فوټبال د فدراسیون په بلنه له افغان لوبډلې سره دا سیالي ترسره کوي.


 

Читайте на сайте