World News in Pashto

ظریف: امریکا به د ایران د اسلامي رژيم په پرځولو بریالۍ نه شي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې د ایران پرضد د نوې ادارې د جوړولو هدف د اسلامي رژیم پرځول دي، خو دی زیاتوي چې متحدایالات به په دې کار کې بریالي نشي.


ښاغلي ظریف دا بیان نن یکشنبه د اګست په ۱۹مه په ایران کې د امریکا په ملاتړ د کودتا د ۶۵ مې کلیزې په مناسبت پر ټوېټر په یوه پیغام کې لیکلی دی.


د ۱۹۵۳ کال په کودتا کې د صدراعظم محمد مصدق په مشرۍ د ایران انتخابي حکومت وپرځول شو.


ظریف لیکي چې امریکا د مصدق حکومت نسکور کړ او په ایران کې یې دیکتاتوري واکمنه کړه، خو دا کار به هېڅ کله بیا ونشي.


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د اګست په ۱۶ مه نېټه د ایران د بهرنیو چارو په وزارت کې د ایران پرضد د اقدام د ډلې په نوم د یوې څانګې د جوړېدو اعلان وکړ.


پامپیو وویل چې دا څانګه به د ایران لپاره د امریکا پالېسۍ عملي کوي.

Читайте на сайте