World News in Pashto

چارواکي: د فاریاب بلچراغ ولسوالي تېره شپه وسله والو طالبانو نیولې

د فاریاب ولایت دولتي چارواکو تأیید کړې ده چې بلچراغ ولسوالي تېره شپه وسله والو طالبانو نیولې ده.


د فاریاب والي نقیب الله فایق ویلي چې دا ولسوالي د تېرو څو ورځو له درنو جګړو وروسته تېره شپه ناوخته طالبانو ونیوله، ځکه چې مرستندوی ځواکونه ور ونه رسېدل.


خو د فاریاب د ولایتي شورا رئیس محمد طاهر رحماني نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل، طالبانو تېره شپه د دې ولسوالۍ پر مرکز تهاجمي حمله وکړه او بې جګړې یې ونیوله.


ښاغلی رحماني وايي چې د حملې پرمهال شااوخوا څلوېښت افغان پوځیان بې له جګړې وسله والو طالبانو ته تسلیم شول.


نوموړی زیاتوي چې په دې جریان کې مرګ ژوبله نه ده پېښه شوې.


د فاریاب د ولایتي شورا رئیس همداراز خبرداری ورکوي چې د دې ولایت کوهستان، غورماچ، المار او قیصار ولسوالۍ هم په خورا بد حالت کې دي او که جدي پاملرنه ورته ونشي، ښايي د بلچراغ له برخلیک سره مخامخ شي. 

Читайте на сайте