World News in Pashto

چارواکي: د فراه د یو شمېر سیمو په پوځي عملیاتو کې ۵۱ طالبان وژل شوي

د فراه امنیتي چارواکي وايي چې د دې ولایت په یو شمېر سیمو کې پوځي عملیات د لسګونه وسله‌والو په مرګ ژوبله پای ته ورسېدل.


په فراه کې د ملي اردو د ۲مې پلې لوا قوماندان ګدا محمد دوست نن یکشنبه خبریالانو ته وویل چې په دې عملیاتو کې د خاک سفېد، بکوا او بالابلوک ولسوالیو ځینې سیمې هم له وسله‌والو مخالفینو څخه پاکې شوې دي.


دی وایي:


"په دې عملیاتو کې چې د غوڅ ملاتړ مأموریت هوايي ځواک له موږ سره مرسته کوله، د مخالفینو ۵۱ وسله‌وال ووژل شول او ۳۲ کسان‌یې اسیران شول."


وسله‌والو طالبانو تر اوسه د خپلو تلفاتو په اړه څه نه‌دي ویلي.


چارواکي وايي چې د وسله‌والو مخالفینو پر ضد دا عملیات نږدې یوه میاشت مخکې پیل شوي وو.

Читайте на сайте