World News in Pashto

نن دوشنبه ماښام افغان کرکت لوبډله له ایرلنډ سره سیالي کوي

ټاکل شوې چې د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درېیو ۲۰ اوریزو سیالیو لړۍ نن دوشنبه ماښام اووه نیمې بجې د ایرلنډ په کوربه‌توب پيل شي.


د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن ازادي راډیو ته وویل چې افغان لوبغاړي دغو سیالیو ته پوره چمتووالی لري او د ایرلنډ په وړاندې به ښې لوبې وکړي.


د نوموړي د معلوماتو له مخې، نبي عیسې‌خېل، راشد خان او مجیب ځدراڼ چې د انګلستان په ۲۰ اوریزو سیالیو وایټلیټي بلاسټ کې په لوبو بوخت وو، له ملي لوبډلې سره يوځای شوي دي.


افغانستان او ایرلنډ له دې وړاندې ۱۰ شل اوریزې لوبې کړي چې په ۷ کې افغانستان او په درېیو کې ایرلنډ بریا خپله کړې ده.


په دغه سفر کې به افغانستان له ایرلنډ سره د درېیو ۲۰ اوریزو سیالیو سربېره، درې ۵۰ اوریزې لوبې هم وکړي.

Читайте на сайте